بغلان؛ د افغاني سرې میاشتې ښوونیز مرکز کې له ۶۵ زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵۸
LG

شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي او ریاضي په برخو کې له ۶۵ تنو زده کوونکو څخه درې میاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ښوونیز مرکز کې اوسمهال شاوخوا ۵۵۰ تنه هغه زده کوونکي په وړیا ډول لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري.
افغاني سره میاشت د هراړخیزه بشري مرستو ترڅنګ، د زده کړو په برخه کې هم اغېزمن خدمتونه وړاندې کوي او هڅه کوي، چې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۸
Background image

پکتیا کې له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د اووه ولسوالیو (ډنډِ پټان، څمکنۍ، لجه منګل، آریوب ځاځي، میرزکه، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ) له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۵
Background image

خوست؛ پر ۹۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان او علیشېرو ولسوالیو د بېلابېلو سیمو پر ۹۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۱
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې پنځه کلن ستراتیژیک پلان پرانیستل شو

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژیک پلان د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو، چې پکې د دې ادارې مشرتابه، داخلي مسؤولینو او نړیوالو کاري شریکانو. . .

BACK TO NEWS