پکتیا کې له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د اووه ولسوالیو (ډنډِ پټان، څمکنۍ، لجه منګل، آریوب ځاځي، میرزکه، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ) له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بشري خواخوږۍ په موخه یوه خېمه، ۵ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال د هېوادوالو د ژغورنې او مرستې لپاره تر هر چا وړاندې ځان رسوي او په منظم او چټک ډول د اغېزمنو خدمت او لاسنیوي کوي.
