روژه او بشري ملاتړ؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۱۱
روژه او بشري ملاتړ؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي مرستون کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روژې مبارکه میاشت کې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کېدو په موخه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د مرکزي دفتر د ځينو رئیسانو او د مقام د سلاکارانو په حضور کې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال عمومي رئیس کډوالو کورنیو ته د نورو بشري مرستو د برابرولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، افغاني سرې میاشتې تر دې مهاله یوازې په کابل کې ۴۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ته په څو پړاوونو کې مرستې وېشلې دي.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د کډوالو د ستونزو حل په موخه د مرستو د وېش بهیر لا هم جریان لري او افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ورته بشري مرستو پروګرامونه د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.
د یادونې وړ ده، چې په وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو وچې شیدې، ۸ کیلو مکروني، ۱ کیلو چای، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او یوه اندازه بیسکوټ ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS