په میدان وردګ کې ۲۵ کارکوونکو او رضاکارانو د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۷
mnd

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د میدان وردګ د ریاست په نماینده‌ ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمنې ځواب وینې، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې او د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په اړه نظري او عملي معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، ګډونوالو ته په ناورینونو کې د زیانمنو شوو وګړو لپاره پر وخت د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو هم هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS