هرات؛ پر ۱۵۰ بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات کې پر ۱۵۰ راستنو شوو بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې او کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د لویدیځ زون په مرستون کې ترسره شوه، چې پکې ۱۰۰ کورنیو ته د کورنۍ پر سر ۲۴ زره او ۵۰ کورنیو ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یادو کورنيو تر دې وړاندې د خیاطۍ، مالدارۍ، چرګانو ساتنې او ګلدوزۍ په برخو کې څلور میاشتنۍ حرفوي زده کړې بشپړې کړې وې.
د دې مرستې له لارې به یادې کورنۍ وکولی شي؛ څو خپل ورځني لګښتونه پوره او تر یوې اندازې پر ځان بسیا شي.
