نورستان او خوست کې د پېښو مدیریت شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۲
war

دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان او خوست ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۵۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو پکې ګډون درلود؛ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې د اغېزمن مدیریت، د عملي پلان جوړونې، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدي مرستو د شفاف وېش او خوندي انتقال په برخه کې په هر اړخیزه توګه نظري او عملي معلومات ورکړل شول؛ څو وکولی شي په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، چټک او په مسلکي توګه خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS