عمومي رئیس: پنجشېر ته ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي توکو مرسته وشي
شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او پنجشېر د والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکيم تر منځ د دې ادارې په مرکزي دفتر کې پنجشېر ته د راستنو شوو کډوالو کورنیو د ستونزو او اړتیاوو په اړه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د پنجشېر والي ښاغلي حکيم د راستنو شوو کډوالو کورنیو ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او هغوی ته یې د ژمې په درشل کې د سړې هوا له زیانونو د مخنيوي او بېړنیو بشري مرستو برابرولو غوښتنه وکړه، نوموړي وویل، چې پنجشېر ته راغلې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ژوند ښه کېدو لپاره لازمو اقداماتو ته اړتیا ده.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د یاد ولایت د کډوالو ستونزې واورېدې او ډاډ یې وړاندې کړ، چې نږدې راتلونکي کې به له ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شي. نوموړي د راستنو شوو کډوالو مرسته او ملاتړ د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د یادو کورنیو پراخ لاسنیوی او ستونزو ته رسېدنه وکړي.
