د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو پر بېړنيو مرستو خبرې وکړې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۶:۴۲
د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو پر بېړنيو مرستو خبرې وکړې

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل تر منځ راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو کورنيو ته د بېړنیو بشري مرستو پر چمتو کولو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
ناسته کې ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د راستنو شوو کډوالو او زیانمنو شوو کورنیو د بېړنیو اړتیاو او ستونزو په هکله معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو او سرپناه سربېره پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي دلاور څرګنده کړه، چې یادو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، ژمنۍ البسې او سرپناه برابرول د افغاني سرې میاشتې لومړیتوب دی، خو دا اداره په يوازې ځان د ټولو راستنو شوو کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه نه شي کولی او دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو بشري مرستې مهمې دي.
په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر په خپلو خبرو کې وويل: زموږ اداره د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمنه ده او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ به راستنو شوو او زیانمنو کورنیو ته د هغوی له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یادو کورنیو ستونزې به د نورو مرستندویه بنسټونو له مسؤولینو سره شریکې کړي؛ څو د زیانمنو شوو کورنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۸:۴۹
Background image

۲۰ میلیونه نغدي مرسته؛ کندهار کې ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ورکړل شوه

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندهار کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه ده، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

عمومي رئیس: پنجشېر ته ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي توکو مرسته وشي

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او پنجشېر د والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکيم تر منځ د دې ادارې په مرکزي دفتر کې پنجشېر ته د راستنو شوو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۶:۴۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو پر بېړنيو مرستو خبرې وکړې

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل تر منځ راستنو شوو کډوالو او. . .

BACK TO NEWS