کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۹:۳۳
کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

سې شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند په مزار دره کې له ۱۷۵ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲۶.۸۶۲ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او ۵ پاکټه بیسکټ پکې شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو خپلو ورځنیو اړتیاوو ته په منظمه توګه رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال، د هېوادوالو د خدمت، ژغورنې او لاسنیوي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۹:۵۱
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کاپیسا نماینده ګۍ له نوې جوړېدونکې ودانۍ او د پروان له مرستون لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یو پلاوي په ملتیا د کاپیسا نماینده ګۍ لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ له رغنیزو چارو، د پروان مرستون، نماینده ګۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۸:۳۶
Background image

بغلان؛ د پېښو مديريت د ظرفيت لوړونې روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷ د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نماینده‌ګۍ کې ۲۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۸:۱۲
Background image

هرات کې ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو نږدې ۱۲۰ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړي هدایت، هرات کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه مختلف النوعه د خوراکي او. . .

BACK TO NEWS