د سرې میاشتې مرستیال د رضاکارانو ظرفیت لوړونې په موخه د ډنمارک سره صلیب له مسؤول سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۶:۴۷
د سرې میاشتې مرستیال د رضاکارانو ظرفیت لوړونې په موخه د ډنمارک سره صلیب له مسؤول سره وکتل

یکشنبه، ۱۶ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن مرکزي دفتر کې د ډنمارک سره صلیب د ملي ټولنو د پراختیا له سلاکار ښاغلي یعقوب سره د رضاکارانو د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو او ملي ټولنې د پیاوړتیا په اړه ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري ځواک مهمه برخه یاده کړه او زیاته یې کړه، رضاکاران د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو رسولو، ژغورنې عملیاتو او بشري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.
د ډنمارک د سره صلیب سلاکار د افغاني سرې میاشتې په فعالیتونو کې د رضاکارانو رول مهم یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې نږدې راتلونکې کې به د رضاکارانو د ظرفیت لوړونې برخه کې یو ښوونیز پروګرام پیل او د هغوی د وړتیاوو لوړونې لپاره به خپلې تخنیکي او مسلکي همکارۍ جاري وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS