د افغاني سرې مياشتې او اروپايي ټولنې کتنه؛ پر روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ټينګار وشو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۷:۵۶
د افغاني سرې مياشتې او اروپايي ټولنې کتنه؛ پر روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ټينګار وشو

شنبه، ۱۵ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو لوی رئیس اندریاس پاپاکنستانتینو تر منځ د بشري مرستو د پراختیا او همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري د روغتيايي خدمتونو، راستنېدونکو کډوالو او مرستونونو له لارې بې سرپرسته کورنیو او یتیمانو ته د وړاندې کېدونکو بشري خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له یاد پلاوي يې غوښتنه وکړه؛ څو د ژمي په درشل کې د راستنېدونکو کډوالو او پېښځپلو پراخ لاسنیوی او ملاتړ وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.
ورپسې د اروپايي ټولنې د ملکي خونديتوب او بشري مرستو مشر د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه د خلکو اړتیاوو ته په کتو مهم یاد کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د پېښو، اقلیمي بدلون او اړمنو ته د مرستو برابرولو برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۴۵
Background image

له درملنې تر مشورې؛ کاپيسا کې زرګونو هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٢٦٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۲۸
Background image

میدان وردګ؛ ۱۰۰ راستنو شوو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په میدان وردګ ولایت کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږۍ په موخه ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۱۴
Background image

بلخ کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول

دوشنبه، ۱۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي په موخه ۱۱.۵۲۰ ټنه د خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS