کندهار کې د سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۵:۲۴
برای ۵۰۰ فامیل دیګر در ولایت کندهار مساعدت توزیع گردید!

د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا هغو ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه، چې وچکالۍ او جنګ ځپلي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي.

یاده مرسته د تېرو ورځو په تعقیب نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۷مه د سرې میاشتې له لوري د جنوب زون د رییس ښاغلي اختر محمد خادم او د کندهار د نمایندګۍ د رییس ښاغلي فیض الله فیضي په شتون کې وویشل شوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو څو ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۱۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته هم هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې وویشل شي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بیسکویټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به له کندهار وروسته په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS