جوزجان کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره بشري مرسته وشوه
چهارشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د ګردن کلي له ۶۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۱ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۹۲ کیلو خوراکي توکو ترڅنګ درې قلمه غیر خوراکي توکي هم ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود، مکروني، روب، خُرما، د روغتیا ساتنې بستې، د کالیو مینځلو شامپو او صابونونه په کې شامل وو.
