کاپیسا کې د ۳۵۰ بېوزله کورنیو بشري لاسنیوی وشو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۴۸
کاپیسا کې د ۳۵۰ بېوزله کورنیو بشري لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي او نجراب ولسوالۍ کې له ۳۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۹ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۲ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو روب، ۵ کیلو مکروني، ۵ چکۍ د کالیو مینځلو صابون، ۱ د کالیو مینځلو د شامپو بوتل او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو د ژوند لومړنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې اندازې پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۵۹
Background image

افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسؤول د سرې میاشتې له مشرتابه سره تودیعي ناسته وکړه

چهارشنبه، ۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسؤول ښاغلي احمد سلیمان په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۴۸
Background image

کاپیسا کې د ۳۵۰ بېوزله کورنیو بشري لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي او نجراب ولسوالۍ کې له ۳۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۹ قلمه د خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

جوزجان کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره بشري مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د ګردن کلي له ۶۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۱. . .

BACK TO NEWS