په فاریاب ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو د لړۍ دوام !

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۹ - ۲۱:۲۱
ادامه روند توزیع کمک های بشردوستانه جمعیت هلال احمر افغانی برای ۱۲۰۰ فامیل در ولایت فاریاب!

نن جمعه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۹مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ ۲۰۲ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ د شمال ساحوي دفتر د رییس الحاج شیخ یار محمد فاروقي او د یادې نمایندګۍ د رییس او کارکوونکو په شتون کې دوام وموند.

په یادو مرستو کې ۸ قلمه خوراکي توکي: ( اوړه، وریژې، غوړي، چای، بوره، بیسکویټ، لوبیا او مالګه) په کې شامل دي، چې د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي او ټولټال ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته په المار ولسوالۍ کې توزیع شول.

په پام کې ده چی د وېش یاده روانه لړۍ به د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته هم پیل شي زر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS