سمنګان کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه دوه میلیونه او سل زره (۲،۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په فیروزنخچیر او خُلم ولسوالیو کې پر ۵۵۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وېشل شوې وه.
