کابل کې له ۷۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې له ۷۰ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره له سوال کولو څخه د مخنیوي په موخه درې سوه څلور ویشت زره (۳۲۴،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې ياده مرسته د کورنيو د غړو شمېر ته په کتو دوی ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول نغدي مرستې به له دې وروسته یادو کورنیو ته په میاشتني ډول د بانکي حسابونو له لارې حواله کېږي.
