د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډې ته د چمتووالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۴۶
د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډې ته د چمتووالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د ځینو مرکزي ریاستونو د مسؤلینو تر منځ د ځانګړې اونۍ د پرانیست غونډې د ښه ترسره کېدو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه. 
ناسته کې د غونډې پر اجنډا، رسنیز پوښښ او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، څو د غونډې د نظم لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې ځانګړې اونۍ هر کال د افغاني سرې میاشتې د مالي سرچینو د پیاوړتیا په موخه د میزان له ۲۴ مې پیلیږي، چې تر یوې میاشتې دوام کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS