بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۱
بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۶۲۵ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځلس میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۱۵،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به بزګران وکولی شي، چې کرنیزو وسایلو، اصلاح شوو تخمونو او د اوبو مدیریت ته لاسرسی پیدا کړي او د زراعت په برخه کې تر یوې اندازې پر ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ اړمنو بزګرانو ۱۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS