نیمروز کې ۱۰۰۰ کورنیو ته د ځان بسياینې لپاره چرګې او د پالنې توکي ورکړل شول
شنبه، ١١ ربيع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نيمروز ولايت د مرکز په ګډون په خاشرود او دلارام ولسواليو کې پر ١٠٠٠ اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو د ځان بسياينې په پار په ټوله کې ۱۰،۰۰۰ چرګې ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ چرګې، يوه بوجۍ دانه او د ښې پالنې په موخه يې د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.
