د سرې مياشتې د سرپرست عمومي رييس تر رياست لاندې اداري ناسته ترسره شوه!
دغه ناسته د يکشنبې په ورځ د ١٤٠٠ لمريز کال د لړم په ٩مه نېټه د سرې مياشتې د سرپرست عمومي رييس ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص تر رياست لاندې د رييسانو، سلاکارانو او خپلواکو آمريتونو په ګډون د سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
ياده ناسته د داخلي تفتيش د رييس ښاغلي محمد نسيم احمدي له لوري د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د سرې مياشتې په اړوندو موضوعاتو او ستونزو او د ١٤٠١ لمريز کال پر پلان بحث ترسره شو.
د سرې مياشتې سرپرست عمومي رييس ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته له هر کلي وروسته سويل زون ته د سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي ملا نورالدين ترابي له لوري د سفر په اړوند معلومات وړاندې کړل.
ناسته د ګډونوالو ترمنځ د آندونو له تبادلې وروسته د خير په دعائې سره پاى ته ورسيده.
