افغاني سره میاشت؛ ننګرهار دره نور کې له زلزلهځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۷۰.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ياده مرسته، چې د ملک سلمان بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۰.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره او لوبیا شامله وه؛ ورکړل شول.