عمومي رئیس د کونړ زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور د ختيځ زون، کونړ نماينده ګۍ د رئيسانو او يو شمېر نورو مسٸولينو په ملتيا د یاد ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو لپاره د جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
لیدنه کې عمومي رئیس د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شوو لنډمهاله استوګنځايونو ، د زلزله ځپلو د عمومي وضعيت، حفظالصحي په موخه د چمتو شوو اسانتياوو او د مرستو د وېش له بهیر ارزونه وکړه. نوموړي له زيانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ دوى ته د هر راز اسانتياوو د او د ژوند د لومړنيو اړتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
ښاغلي د لاور ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت د زلزلهځپلو تر څنګ ولاړه ده او د پېښې له لومړۍ ورځې دوامداره هڅې کوو، څو د دوى د لاسنيوي په موخه د لا زياتو بېړنيو بشري او روغتيايي مرستو زمينه برابره کړو.
ښاغلي دلاور، زلزله ځپلو لپاره پنډغالي کې د روښنايۍ ستونزې د بېړني حل په موخه څراغونه هم ووېشل.