عمومي رئیس: د زلزله ځپلو پر وخت لاسنیوی زموږ ديني او کاري مسئولیت دی

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵۰
عمومي رئیس: د زلزله ځپلو پر وخت لاسنیوی زموږ ديني او کاري مسئولیت دی

سې شنبه، ۹ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب‌ الدين دلاور، د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې هغو سېمو ته سفر وکړ چې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنې شوې دي.
ښاغلي دلاور په دغه سفر کې د روغتیايي ټیمونو له خدمتونو، د ټپيانو او شهيدانو د انتقال بهیر او د مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو د فعاليتونو له نږدې څارنه وکړه. 
نوموړي مسئولينو او کارکوونکو ته د چارو د لا ښه مديريت، چټکو اقداماتو او اغېزمنو شوو کورنيو ته د بېړنيو مرستو رسولو په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې. 
هغه زياته کړه: د زلزله ځپلو پر وخت لاسنیوی زموږ ديني او کاري مسئولیت دی، له افغاني سرې میاشتې سره د مرستې هر توکی د زيانمنو حق او امانت دی؛ لومړيتوب مو دوى ته په بشپړه امانتدارۍ د مرستو رسول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS