د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزله ځپلو ته د مرستو چمتو کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې له کاري شریکانو سره بېړنۍ ناسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۷:۳۲
د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزله ځپلو ته د مرستو چمتو کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې له کاري شریکانو سره بېړنۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ 
په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د سرې میاشتې له کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ترکیې او قطر سرو میاشتو، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو) له استازو سره په کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د زورورې زلزلې له امله زیانمنو شوو هېوادوالو ته د بېړنیو روغتیایي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستو د چمتو کولو په پار بېړنۍ ناسته وکړه. 
ناسته کې ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام کاري شریکانو سره په خبرو کې وویل، تېره شپه ناوخته په کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي، سړکونه تخریب شوي او د غرونو د ښویېدنې له امله په لارو تګ ستونزمن شوی، خو بیا هم د افغاني سرې میاشتې روغتیايي او د ژغورنې ټیمونو زیانمنو شوو هېوادوالو ته ځان رسولی او هلته پېښځپلو ته په خدمت بوخت دي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې له کاري شریکانو وغوښتل، څو په زلزله ځپلو ولایتونو کې زیانمنو ته د بېړنیو روغتیايي مرستو، پخو خوړو او څښاک پاکو اوبو د وېش او لنډمهالې سرپناه برابرولو برخه کې افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي.
دغه راز د افغاني سرې میاشتې کاري شریکانو په رامنځته شوې زلزله خواشیني وښوده او د مرستو ژمنه یې وکړه، دوی ډاډ څرګند کړ، چې د زلزله ځپلو خلکو معلومات به له خپلو مرکزي دفترونو سره شریکوي، څو د افغاني سرې میاشتې له لارې د ځپل شوو وګړو عاجل لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS