کابل؛ مرکزي دفتر کې د معلوماتو مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۹:۹
کابل؛ مرکزي دفتر کې د معلوماتو مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه،۷ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د روغتیايي خدمتونو، پېښو، مرستونونو، ځوانانو او رضاکارانو ریاستونو او د پلان جوړونې امریت ۲۱ تنو کارکوونکو ته د معلوماتو په  پرمختللي ډول د مدیریت کولو تر سرليک لاندې د ظرفیت لوړونې  ۴ ورځنی رزونیز ورکشاپ پيل شو. 
د ورکشاپ پرانيسته کې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي احمد سلیمان د معلوماتو د پرمختللي مدیریت پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د اوسني عصر یوه مهمه اړتیا وبلله، دوى زیاته کړه چې هر څومره معلومات دقیق وي، هومره پرېکړې غوره او مؤثرې وي.
یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ډېتا او معلوماتو د ارزښت، ساتنې، کارونې او معلوماتو د مديريت د لارو چارو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS