عمومي رئیس د یوناما له مشرې سره د بشري مرستو د پیاوړتیا په موخه وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۴۴
عمومي رئیس د یوناما له مشرې سره د بشري مرستو د پیاوړتیا په موخه وکتل

یکشنبه، ۷ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې اغلې روزا اوتونبایېوا او د نوموړې له مرستیالې جورجیت ګانیون سره د بشري مرستو د پراختیا، همغږۍ او فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه وکتل. 
کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په کچه د ثابتو روغتیایي کلینیکونو، ګرځنده روغتیایي ټیمونو، رواني مرکزونو او مرستونونو له لارې، رواني ناروغانو، راستنېدونکو کډوالو، د سوري زړه ماشومانو، بې سرپرسته او اړمنو وګړو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو سربېره  د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنېدونکو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه معلومات شریک کړل. 
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سرې میاشتې د د راستنېدونکو کډوالو په څلورو پنډغالو ( ابرېشم پل، اسلام‌کلا، سپين بولدک او تورخم) کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ هره ورځ پر لس زره (۱۰۰۰۰) کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل کېدې، چې په دې وروستیو کې د کډوالو په شمېر کې د زياتوالي له امله د پخو خوړو او څښاک پاکو اوبو اندازه شل زره (۲۰۰۰۰) خوراکو ته لوړه شوې ده.
 ښاغلي دلاور د یوناما له مشرې وغوښتل چې د یادو فعالیتونو د پراخوالي په موخه له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې زیاتې کړي. 
د یوناما مشرې د بې وزلو د لاسنيوي برخه کې د افغاني سرې میاشتې بشرپال خدمتونه مٶثر او د غورځنګ د اووه ګونو بنسټيزو اصولو سره سم وبلل او له دې ملي ټولنې سره يې د همکاريو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS