د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵۴
د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، ننګرهار ولایت کې د مرستون هغه زده کوونکي، چې په بېلابېلو ښوونځیو کې په عالي درجو بریالي شوي و؛ د جلال اباد ښار د پوهنې امريت، ښوونځيو، ښوونيزو مرکزونو، انسټیتيوټونو او یو شمېر نورو بنسټونو د مسئولینو په شتون کې، د یوې غونډې په ترڅ کې د ډالیو او انعامونو په ورکړې سره وستایل شول.
 غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د ختيځ زون سيمه ييز رئيس مولوي قمرګل نصرت په خپلو خبرو کې وويل: " دلته د يتيمانو کامله روزنه، پالنه او سرپرستي د دوی د ښه راتلونکي په هدف تر سره کېږي، د نن دا ماشومان د سبا لويان دي، چې سمه روزنه یې د ټولنې او هېواد د خدمت او پرمختګ مصدر ګرځي. موږ هڅه کوو، څو د دې يتيمانو درس، روزنې، اخلاقو، حرفوي زده کړو او نورو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه وکړو."
افغاني سرې میاشتې تل هڅه کړې، څو د بې سرپرسته کورنیو ماشومانو ته د ژوند د نورو اسانتیاوو تر څنګ د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي، دا مهال د مرستونونو سربېره په ښوونیزو مرکزونو کې هم سلګونه یتیمان او د بې وزله کورنیو ماشومان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS