د کوچني اختر په مناسبت د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ريیسه پیغام!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۳ - ۳:۱۲
پیام سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی بمناسبت عید سعید فطر!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لارښود بورډ، کارکوونکو، رضاکارانو او غړو په استازیتوب د کوچني اختر د رارسیدو له امله د افغانستان متدین ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له  کومې مبارکي وایم.
د طالبانو له لوري د اختر په دریو ورځو کې د اوربند له اعلان څخه هرکلی کوم او هیله لرم، چې د ټولو ښکیلو لوریو له لوري په دایمې اوربند پریکړه وشي او په هیواد کې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي. او همدارنګه له ټولو درنو هیوادوالو څخه هیله کوم؛ ترڅو د کرونا ویروس د خپراوي پر وړاندې تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي او د کرونا د درېیمې څپې څخه ځانونه او ټولنه خوندي وساتئ!
په درنښت
ډاکتر نیلاب مبارز
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ريیسه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS