افغاني سرې میاشې بدخشان کې له اړمنو کورنیو سره څه د پاسه ۱۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۳۵
افغاني سرې میاشې بدخشان کې له اړمنو کورنیو سره څه د پاسه ۱۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

دوشنبه، ۳ صفر المظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد اړوند د بېلابېلو ناحیو  ۶۵۰ اړمنو، بېوزله او بېځایه شوو کورنیو ته شپاړس میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۱۶،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په کې هرې کورنۍ  ۲۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
یاده نغدي مرسته د دې لپاره ترسره شوه، څو اړمنې کورنۍ وکولای شي خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي، د ورځني ژوند لګښتونه تمویل کړي او تر يو اندازې يې اقتصادي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS