افغانستان ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پلاوي سفر؛ د بشري همکاریو د پراختیا او ګډو همکاریو ژمنه وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۸:۲۸
افغانستان ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پلاوي سفر؛ د بشري همکاریو د پراختیا او ګډو همکاریو ژمنه وشوه

شنبه، ۱ صفر المظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د اسیا-پاسفیک حوزې د روغتیا، اقلیمي بدلون او پېښو د برخې له عمومي مسئول ښاغلي جُی سینګال او د افغانستان لپاره د فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره د کډوالو د ملاتړ، اقلیمي بدلون د اغېزو او روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په تړاو وکتل.
سرپرست عمومي رئیس، افغانستان ته د ښاغلي سینګال راتګ د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعالیتونو د پراختیا او پیاوړتیا  لپاره اغېزمن وباله او هیله یې وښوده، چې دا سفر به د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د ښه درک او ورته د حل لارو موندلو، د اقلیمي بدلون څخه د اغېزمنو سیمو او قربانیانو ته د ځواب وینې د لارو چارو، د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او د رواني ناروغانو د درملنې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې عملي پایلې ولري. نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت چمتو ده له خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره د اوږدمهاله مرستو، کډوالو ته د لنډ مهالې سرپناه برابرولو، پخو خوړو، څښاک پاکو اوبو او د کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.
ورپسې ښاغلي سینګال په خپلو څرګندونو کې، افغانستان د نړیوال فدراسیون لپاره یو له  درېوو مهمو لومړیتوب لرونکو هېوادونو له ډلې یاد کړ او زیاته یې کړه چې غواړي هرات اسلام قلعه بندر ته په ورتګ د کډوالو وضعیت له نږدې وګوري او هغوی ته د وړاندې کېدونکو بشري او روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړي، د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنو اړتیاوې معلومې کړي او د رواني ناروغانو درملنې بهیر پر پیاوړتیا د سلا مشورو ترڅنګ د شته ستونزو او وړاندیزونو په اړه تر غور وروسته د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیز مالي ملاتړ لپاره اړينې هڅې وشي. 
نوموړي ډاډ وښود، چې د دې سفر له ارزونو به یو تفصیلي راپور جوړوي، څو د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره تر شریکولو وروسته د همکاریو د لا پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS