د اسلام قلعه او میلک بندرونو له لارې راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې میاشتې دوامداره بشري او روغتيايي مرستې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۶:۵۶
د اسلام قلعه او میلک بندرونو له لارې راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې میاشتې دوامداره بشري او روغتيايي مرستې

سې شنبه ، ۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د هرات ولایت په اسلام‌قلعه بندر او نیمروز ولایت په میلک بندر کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ  روغتیايي خدمتونه دوام لري.
په سيمه کې نن ورځ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري  سلګونو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي او  هرات کې پر ۴ زرو او نيمروز ولايت کې پر ۵۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو  پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۳۵
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۱۵ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي دلاور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS