د افغاني سرې میاشتې اړوند د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې روغتون نږدې راتلونکي کې خپل فعالیت پيلوي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۳
خبر

د افغاني سرې میاشتې اړوند د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې روغتون نږدې راتلونکي کې خپل فعالیت پيلوي!

نن دوشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۱ مه، د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ ناسته د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور تر مشرۍ لاندې د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د مرکزي دفتر د بېلابېلو څانګو د ځينو مسٸولینو په شتون کې ترسره شوه. 

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس له مسئولینو سره د دې خیریه ملي ټولنې اړوند د سوري زړه ناروغانو په روغتون کې د عملیاتونو د پيل، شته ستونزو د حل او يو شمېر نورو اداري موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې، ترڅنګ یې د بحث شویو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسٸولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم وکړې. 

د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه ناروغانو د درملنې برخه کې د مجهز روغتون له نشتون سره سره بیا هم د هېواد د ننه له بېلابېلو کورنیو روغتونونو سره د لاسلیک کړو هوکړه لیکونو له مخې زرګونه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان تداوي کړي او د ټولو ناروغانو لګښت یې هم ورکړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۸:۵۳
Background image

بلخ؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۵۴
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په حاجي عالم ګل کلي کې له یوې کورنۍ سره، چې د سختو بارانونو د ورښت او د خونې د چت پرېوتو له امله ورته مالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۴۹
Background image

پروان کې د واورې ورښتونو له امله ۱۳ زيانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ پر ۱۳ کورنیو، چې د واورې د ورښت له امله زیانمنې شوې وې؛ یو سل و نهه څلوېښت زره او پنځه سوه (۱۴۹،۵۰۰). . .

BACK TO NEWS