پکتيا ولايت کې ٧٢٤٨ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۳
خبرونه

پکتيا ولايت کې ٧٢٤٨ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٨٣ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٤٨٨ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٠٠٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٥٢٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٤٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٥٤ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٤٩ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ناروې د اوسلو مرکز له مشر سره پر بشري همکاریو خبرې وکړې

چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبد السلام په مرکزي دفتر کې د ناروې د اوسلو مرکز له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲۳
Background image

کابل او ارزګان؛ د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د وروستیو سختو ورښتونو له امله د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي سیمې او بګرامیو ولسوالۍ ۱۳ زيانمنو کورنیو او د ارزګان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

کابل؛ هلمند کې د افغاني سرې میاشتې د ځمکې د پانګونې داوطلبي ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې پر ۹۹۴ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د تهیې او تدارکاتو. . .

BACK TO NEWS