د افغاني سرې میاشتې د ووشو ټیم لوبغاړي د کابل په کچه د کلبونو ترمنځ د ووشو د سیالیو اتلولي خپله کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۷:۷
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د ووشو ټیم لوبغاړي د کابل په کچه د کلبونو ترمنځ د ووشو د سیالیو اتلولي خپله کړه!

د افغاني سرې میاشتې د ووشو د ټیم یو تن لوبغاړي ښاغلي شېراز احمدي د کابل ولایت په کچه د کلبونو ترمنځ د ووشو په سیالیو کې چې څه باندې ۱۰۰ تنو لوبغاړو په کې ګډون درلود؛ تر غوره کارکردګۍ وروسته د خپلو ټولو سیالانو په ماتولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانې سرې میاشتې د والیبال لوبډلې هم د زندانونو چارو ادارې د والیبال له ټیم سره د دوستانه سیالیو اتلولي ګټلې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS