د افغاني سرې میاشتې مرستيال د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه ناسته وکړه! 

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۲۴
خبر

د افغاني سرې میاشتې مرستيال د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه ناسته وکړه! 


نن پنجشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ١٠ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په افغانستان کې د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول ښاغلي فهاد سعید القحطاني سره د اړمنو، بې وزله، يتيمانو، ناروغانو او بې سرپرسته کورنيو د لاسنيوي او هغوی ته د بېړنيو بشري مرستو  د پراختيا په موخه ليدنه ترسره کړه.

ښاغلي عزيز الرحمن د افغاني سرې مياشتې له لوري د هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله او روغتيايي خدماتو په اړه د معلوماتو وړاندې کړل او له نوموړي يې غوښتنه وکړه څو اړمنو او مستحقو هېوادوالو ته د بشرپالو مرستو د برابرولو برخه کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ وکړي.
ورپسې ښاغلي القحطاني د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو او بشرپاله خدماتو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان خلکو سره مرستې کولو ته مونږ ځانګړى پام کوو او د تېرو همکاريو پر دوام به خپلې مرستې نه يوازې جاري وساتو بلکې پراختيا به هم ورکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ؛ د ازبکستان ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

په بلخ ولایت کې د ازبکستان له لوري د خوراکي توکو ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

دغه مرسته په داسې حال کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۸:۱
Background image

خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله

دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال جام سیالیو کې د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه ټورنمنټ، چې د شپږو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS