د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۲۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مل پلاوي سره ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د مرستون له بېلابېلو برخو لکه د داخلي مشمولینو د اوسېدو خونې، تفرېح ځایونو، د حرفوي زده کړو له مرکز او د مرستون له چاپېریال د ليدنې ترڅنګ د بهسودو ولسوالۍ د هډې اخند زاده  سيمې د خلکو له لوري  د رواني ناروغانو د ساتنې او پالنې د معياري مرکز لپاره له وقف شوې ځمکې هم ارزونه وکړه.
ښاغلي مرستيال د مرستون له داخلي مشمولينو سره خبرې وکړې، مسٸولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې،  د هغوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

دا راز ښاغلي حافظ عزيز الرحمن  د هډې اخند زاده سيمې له علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو مننه وکړه چې د خير ښېګڼې په نيت يې سرې مياشتې ته ياده ځمکه وقف کړې ده.
په پام کې ده چې د امکاناتو په برابرېدو سره به په ياده ځمکه کې د افغاني سرې مياشتې له لوري د هر ډول اسانتياوو په لرلو سره د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې يو معياري مرکز جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۹:۱۰
Background image

زابل کې ۱۲۰ رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره روغتیايي توکي ورکړل شول

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د مرکز اړوند د نوخیز سیمې په ګډون په میزانه او ارغنداب ولسوالیو کې پر ۱۲۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو د حفظ الصحې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۵۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د انګلستان له استازي سره د بېځایه شويو او زیانمنو پر ستونزو آنلاین خبرې وکړې

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د انګلستان له ځانګړي استازي، ښاغلي ریچارډ لینډسي سره په آنلاین ناسته کې د داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۸
Background image

لغمان کې د ورښتونو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

د. . .

BACK TO NEWS