د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۵۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې خیریه ملي ټولنې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، يو شمېر عالمانو او مرکزي دفتر د مسٸولینو په شتون کې د نوي رغول شوي مسجد او په یاد جومات کې له رسمي وخت وړاندې او وروسته د احادیثو لویې دورې د پيل پرانیسته وشوه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د مسجدونو د رغونې او ساتنې سربېره د عالم د مسؤلیت او علم د ارزښت په هکله تفصيلي وینا وکړه او دغه مسجد یې د جلیل القدر صحابي حضرت عثمان بن عفان جامع جومات په نوم ونوموه. 
ورپسې شیخ الحدیث میرمحمد فاروق الهاشمي د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو ستاينه وکړه او د احادیثو دورې پر پيلېدو يې د خوښۍ ښودلو ترڅنګ دا يو ډېر لوى او غوره اقدام ياد کړ او د دې مسجد په رغونه کې یې ټولو برخه اخیستونکو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد مسجد په رغونه څه د پاسه ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په یو وخت د ۷۵۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۳
Background image

ميدان وردګ؛ د ورښتونو له امله زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

افغاني سرې مياشتې د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ له هغو دوو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه، چې د وروستيو سختو ورښتونو له امله يې د کورنۍ غړو خپل ژوند له لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې ۱۲۴ سېلاب ځپلو کورنيو ته د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د ننګرهار ولايت د پچيرآګام ولسوالۍ ۱۲۴ سېلاب ځپلو کورنيو ته، چې د استوګنې لپاره يې مناسب ځای نه درلود او د سرپناه له نشتون سره مخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۳۸
Background image

هرات ولايت کې څه باندې ٢۵ زرو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ۱۷ ذوا لقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۳۱۴۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS