د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه
دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې د تدارکاتو او تهيې آمریت له لوري تنظيم شوې وه، څلورو ترانسپورتي شرکتونو ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د اسنادو له کره کتنې او ارزونې وروسته به د موټرو د کرایې قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.
