د ځوانانو او رضاکارانو له مرکزي ښوونیز مرکز څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۶
خبر

د ځوانانو او رضاکارانو له مرکزي ښوونیز مرکز څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول!

نن یکشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو کابل مرکزي ښوونیز مرکز کې ۷۰ تنه زده کوونکو ته د انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي برخه کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.
په ورته مهال د ځوانانو او رضاکارانو د یاد ښوونیز مرکز له لوري ۴۰ تنه رضاکارانو ته د ملي ټولنې د پېژندنې او پېښځپلو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو ترسره کولو برخه کې د عامه پوهاوي ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ هم پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .

BACK TO NEWS