د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۷:۱۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان سره بهرنيو هېوادونو ته د ترسره کېدونکو سفرونو او له بهر څخه د بشري مرستو راجلبولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي احمد سلیمان ته ښه راغلاست ووایه او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د نړیوال فدراسیون د دوامداره مرستو او همغږۍ ستاینه وکړه. 
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسئول د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د نوموړي مرستیال ته نږدې ورځو کې قطر هېواد او له هغه وروسته جنیوا ته د پلان شویو سفرونو  او هلته د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له مسئولینو سره د ناستو برابرولو په هکله لازم معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS