د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۸:۵۴

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر ښاغلي الحاج محمد علي اخلاقي، مرستيالانو او غړو سره د يو لړ موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ياد کړ او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې خپلواکې او ملي بشرپالې ټولنې په توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د  ټولو هېوادوالو لپاره خپل خيرپاله، روغتيايي او ښوونيز خدمات د هر ډول تبعيض پرته سرته رسوي.

ورپسې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون مشر په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې بشرپال خدمات او فعاليتونه وستايل او د اړمنو، بې وزلو، پېښځپلو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې يې د سرې مياشتې فعاليتونه او خدمات د قدر وړ او اغيزمن ياد کړل. دا راز د کميسون د يو غړي له لوري په بلخ ولايت کې افغاني سرې مياشتې ته د يوه روغتيايي کلينيک د جوړېدو په پار د وقف شوې ځمکې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د دوى له لوري د اړمنو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو ځينې وړانديزونه هم شريک شول چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د هر راز همکارۍ  ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۳۲
Background image

هرات، بلخ او فاریاب؛ ۲۰ سېلاب ځپلې کورنۍ له بېړنۍ نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون او کشک ولسوالیو کې ۱۰ کورنیو، د بلخ ولایت په کشنده، زارې او چارکنت ولسوالیو کې ۷ کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS