‏د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۴٠ زره یورو نغدي مرسته وسپارل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۸:۲۵
خبرونه

‏د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۴٠ زره یورو نغدي مرسته وسپارل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۹ مه، د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ د مسئولینو ښاغلي ین یسن او آغلې کلوډیا له لوري د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ته په افغانستان کې دننه په اور د سخت سوځېدلیو او میکروبي هډوکو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۴۰ زره یورو نغدې مرسته چې معادل ېې درې ميليونه افغانۍ کېږي،  وسپارل شوه.

د یادې نغدي مرستې د سپارولو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي خیریه بنسټ د اوږد مهاله او دوامداره مرستو د مننې ترڅنګ، د یاد بنسټ بشرپال خدمتونه د اړمنو او ناچاره کورنیو د لاسنیوي په برخه کې موثر او اغیزمن وبلل او د لازیاتو همکاریو غوښتنه يې وکړه. 

ورپسې د المان هېواد د سولې کلي خیریه بنسټ د مالي چارو مسئول ښاغلي ین یسن د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغان ولس لاسنيوي ته به دوام ورکوي.
https://t.me/ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS