‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي د مرستندوى بنسټ له مالي مسٸول او مل پلاوي سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۳:۵۲
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي د مرستندوى بنسټ له مالي مسٸول او مل پلاوي سره وکتل

نن دوشنبه د جمادي الأولى د میاشتې پر ٢مه ، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د المان د سولې کلي بنسټ د مالي برخې له مسٸول ښاغلي ين يسن او مل پلاوي سره د ګډو همکاريو د لا پياوړتيا او بشرپالو فعاليتونو په برخه کې د مرستو د دوام او ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ناسته ترسره کړه.
کتنه کې د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس د ياد بنسټ استازو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د سرې مياشتې له لوري د ترسره کېدونکو بشرپاله، روغتيايي او ښوونيزو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د خپلو روغتيايي خدمتونو تر چتر لاندې د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې ترڅنګ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه هم لري، چې اوسمهال پکې په سلهاوو رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي، دا راز ښاغلي دلاور د ياد خيريه بنست له استازو وغوښتل، څو له افغاني سرې مياشتې سره د مالي ملاتړ او ګډو هڅو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
ورپسې ښاغلي ين يسن د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس په ليدو خوښي څرګنده کړه او د سرې مياشتې فعاليتونه يې د يو خپلواک بشرپال او ملي بنسټ په توګه وستايل، ترڅنګ يې ښاغلي يسن د المان د سولې کلي بنسټ له لوري د خپلو روانو پروژو او ترسره کړو فعاليتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې له افغاني سرې مياشتې سره به د اوږد مهاله همکاريو سربېره خپلو بشرپالو مرستو ته دوام ورکړي.

https://youtube.com/@ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS