د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو د اختتاميې غونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۴:۴۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو د اختتاميې غونډه ترسره شوه

نن شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ٣٠ مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند په کابل مرکزي روغتون کې د البصر نړيوال خیریه بنسټ او د ملک سلمان مرستندویه مرکز په همکارۍ د سترګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او  جراحي عملياتو د بهير د اختتاميې غونډه د سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په شتون کې ترسره شوه

د غونډې په پيل کې د البصر نړيوال خيريه بنسټ او ملک سلمان مرستندویه مرکز په استازولۍ ښاغلي مولوي عبد العزيز بلوچ د ياد پروګرام په اړه د هر اړخيزو خبرو ترڅنګ وويل: " تېرو لسو ورځو کې مونږ وکولى شول، څو د ٨٠٠٠ ناروغانو د سترګو معاينات او درملنه او د ٨٠٠ تنو د سترګو د پردو عمليات ترسره کړو، دا راز نوموړي زیاته کړه  چې البصر خيريه بنسټ هوډ لري، څو راتلونکي کې د سترګو پر رنځ داخته ناروغانو د درملنې په پار کابل کې يو معياري روغتون هم جوړ کړي."

ورپسې د افغاني سرې مياشتې مرستيال په خپلو خبرو کې د البصر نړيوال خيريه بنسټ او ملک سلمان مرستندویه مرکز د دوامداره مرستو مننه وکړه او د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو دوام دوام یې مهم وباله، نوموړي د یاد بنسټ له مسئولینو وغوښتل، څو په افغانستان کې د سترګو د درملنې او جراحي عملياتو پروګرامونو ته دوام ورکړي او ترڅنګ يې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د بشرپالو مرستو په برخه کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ وکړي.
https://youtube.com/@ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS