په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې خبرونه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۵۵
خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په خپل کاري دفتر کې د پارسا مؤسسې له مشرې آغلې مارني سره تعارفي ناسته وکړه.

*  د سوري زړه په رنځ اخته ۱۲ تنه ماشومان ۲ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل شول.

*  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور د مرکز د بېلابېلو برخو له رئیسانو سره د کارونو د ښه والي په تړاو ناسته ترسره کړه.

د هېواد په کچه:
‏د ۳۵ ښوونیزو مرکزونو له لارې په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۷۵ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې او لا هم پر زده کړو بوخت دي.

پکتیا:
د ولایتي څانګې د روغتیایي چارو او لومړنیو مرستو مدیریت ۲۵ تنو رضاکارانو ته د رضاکارانو خوندیتوب او فعالیت تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS