بلخ!
په بلخ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې په سیمه ییز مرستون کې نن د ربیع الثاني پر ۲۱مه ۱۷ هغو کونډو ته، چې د چرګانو د پالنې په برخه کې یې د افغاني سرې میاشتې له لوري مسلکي روزنه لیدلې وه؛ ۳۹۱،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. یاده مرسته کې هرې کونډې ته ۲۳،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې،ترڅو د چرګانو د پالنې لپاره پرې د ساتنې ځای چمتو کړي. یادو کونډو ته به د افغاني سرې میاشتې له لوري هرې کونډې ته ۳۵ چرګان ورکړل شي؛ ترڅو د چرګانو د پالنې له لارې خپلې کورنۍ ته عاید ترلاسه کړي.
