کونړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۴:۴۹
کونړ!

افغاني سره میاشت د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځند روغتیایي ټيمونو له لارې روغتيايي وړيا خدمات ترسره کوي، يو له دغو ټيمونو په کونړ ولايت کې د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم دی، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې يې د سرکاڼو ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې ټولټال ۴۴۷ تنو ته په وړيا توګه روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې یې د ۲۴۶ ناروغانو کتنه او درملنه کړې، ۵۵ ماشومانو او ښځو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ۲۶ تنه ټپيان یې پانسمان کړي او ۱۲۰ هېوادوالو ته يې د روغتيا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا؛ پر ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ۴.۳۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۴ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د جګړو له امله پر ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ۴ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۶
Background image

پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۴ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستې د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۸:۴۶
Background image

پکتیکا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۲۳۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS