پکتیکا!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۴:۵۵
پکتیکا!

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په تشنکي او شیرو راغه سیمو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۵ اساسي جوړ شوي کورونه له نویو بسترو، فرشونو، لوښو، د لمریزې بریښنا له فعال سیستم، خوراکي توکو او یو شمېر نورو لوازمو سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس هغو زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول، چې د تېر کال زورورې زلزلې یې کورونه ړنګ کړي وو. پرون د یادو کورونو د سپارلو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د غونډې ګډونوالو ته وویل "په پکتیکا او خوست کې د زلزلې غم د سیمې له کچې لوړ و او د افغانانو ترڅنګ یې نړیوال هم ودردول؛ دا درد د ټول ملت شریک درد و". نوموړي د تېر اګست په لومړۍ نېټه سیمې ته لومړي کړي سفر ته په اشاره وویل "مونږ له زلزلې وروسته سیمې ته راغلي وو او ژمنه مو کړې وه، چې زلزله ځپلو کورنیو ته به اساسي کورونه جوړ کړو او پرلپسې لاسنیوی به یې وکړو؛ افغاني سرې میاشتې تر اوسه په ګیان ولسوالۍ کې ٥٨٣ کورنیو ته د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورونو د ترمیم لپاره هر کور ته له دوه سوه زره افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته ورکړې، خو د کورونو د جوړښت برخه کې د ۲۵۸ کورونو په جوړښت کې دادی ۶۵ بشپړ شول او مستحقو ته به یې نن وسپارو" نوموړي د ترکیې د سرې میاشتې مننه وکړه، چې د یادو کورونو د جوړښت لګښت یې پر غاړه اخیستی و. غونډې ته د ترکیې د سرې میاشتې استازي ایوب اُزدا وویل "د تېر کال د زلزلې له امله د پکتیکا د زیانمن شوي ولس درد مونږ په ځان کې حِس کړی و، ځکه خو سیمې ته راغلو او د زلزله ځپلو لاسنیوی مو وکړ؛ د ترکیې ولس به تل د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی کوي". د یادونې وړ ده، چې له یادو ۶۵ جوړ شویو کورونو ۴۶ د تشنکي په سیمه او پاتې ۱۹ د شیرو راغه سیمه کې شتون لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۵:۲۹
Background image

پروان؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۵ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۸۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ ۳۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته ۴۳ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۵ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د اچین او غني‌ خېلو ولسوالیو ۳۵۰۰ جګړه‌ ځپلو کورنیو ته ۴۳ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۲۷
Background image

پکتیکا؛ ۱۷ ډاکټرانو ته د روغتیايي معلوماتو مدیریت روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۵ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د روغتیايي مرکزونو ۱۷ ډاکټرانو ته د روغتیايي معلوماتو مدیریت درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د افغاني سرې میاشتې په پکتیکا. . .

BACK TO NEWS