د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر ولاړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۴:۵۶
د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر ولاړ!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر ولاړ. نوموړی به ددې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خیریه بنسټونو له استازو سره لیدنې وکړي د یاد سفر پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانستان د وګړو بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

بدخشان؛ څه باندې ۵۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

BACK TO NEWS